پاکستاني چارواکي وايي چې نن(چهارشنبې د زمري۳مه) د کوټې ښار کې د چاودنو له کبله ۳۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او کابو ۲۰ نور ټپيان دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د چارواکو څرګنده کړې ده چې د پېښې قربانیان پوځيان او ملکي کسان دي چې د اتو تنو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی.
پولیسو ویلي دي چې ښایې چاودنه د ځانمرګي بریدګر په واسطه ترسره شوې وي.
دوی زیاتوي چې چاودنه د یوه ښوونځې ته څېرمه شوې ده.
د ډان خبر له مخې چې په دې ښوونځي کې د رایې ورکړې بهیر روان وه، او وروسته له برید څخه د رایې ورکړې بهیر درول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن زرګونو کسانو د رایې ورکړې په موخه کتارونو کې ودرېدل.