Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کشمیر د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غونډه

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا کې د هند، چین او پاکستان استازو د کشمیر د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.

له دغې غونډې وروسته، د پاکستان استازي وویل چې د کشمیر د خلکو غږ د نړۍ په کچه اورېدل شوی دی.

اسلام اباد د دغې غونډې له جوړېدو ډېر خوښ دی او غواړي چې د کشمیر مسله په یوې نړیوالې هغې بدل شي.

خو هند دا مسله د هند کورنۍ چاره ګڼي؛ د کشمیر په اړه له پاکستان سره د خبرو اترو لپاره، په کشمیر کې د ترهګرۍ پای وار له مخکې شرط یادوي.

د کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غونډه د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه.

خو له دغې غونډې وروسته، پاکستان له هغه خوښي څرګنده کړه.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د پاکستان دایمي استازې ملیحه لودي وايي:«د کشمیر د خلکو غږ نن د نړۍ تر ټولو لوړې کچې ډپيلوماټيکې غونډه کې واورېدل شو. هغوی یوازې نه دي. مصیبت، ستونزې، رنځونه، ښکېلاک او د دغه ښکېلاک پایلې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا کې واورېدل شوې. د دغې غونډې جوړول د دې ښودنه کوي چې کشمیر، یوه نړیواله ستونزه ده.»

خو په ملګرو ملتونو سازمان کې د هند دایمي استازی وايي چې د پاکستان او چین هڅې د کشمیر د وضعیت د کړکېچن ښودلو لپاره ناکامې پاتې شوې.

هغه چې کشمیر د هند کورنۍ مسله ګڼي او په دې برخه کې د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ اختلافونه یوه دوه اړخیزه مسله ګڼي، او زیاتوي چې هند نه شي کولای په داسې حال کې چې کشمیر کې ترهګري دوام ولري، له پاکستان سره خبرې وکړي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د هند دایمي استازی سید اکبر‎الدین په دې اړه څرګنده کړه:«له ترهګرۍ کار اخیستل او له ترهګرۍ سره خپلې موخې ته رسېدل، هغه لار نه ده چې عادي هېوادونه یې مخته یوسي. که‎چېرې ترهګري وده وکړي، هېڅ ډموکراسي، به دا خبرې اترې ونه‎مني. ترهګري ته پای ته ورسوي څو خبرې پیل شي.»

په دې لړ کې چین چې د پاکستان په غوښتنه د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا غونډه رابللې وه، وايي چې کشمیر کې د هند وروستی اقدام، د دغې سیمې وضعیت ته بدلون ورکړی او بیجنګ یې هم اندېښمن کړی دی.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د چین دایمي استازی ژانګ جون وویل:«د هند اقدام د چین حاکمیتي ګټې ننګولې دي او په سرحدي برخو کې د ثبات خوندیتوب په اړه دوه اړخیز هوکړه‎لیک یې تر پښو لاندې کړی. له همدې امله چین په دې اړه جدي اندېښنه لري.»

د هند حکومت تېره اوونۍ، د جمو او کشمیر ایالت نیمه خودمختاري لغوه کړه او دا سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته؛ خو پاکستان چې نیم کشمیر تر ادارې لاندې لري، له دغه کار سره مخالفت وکړ.

ملګرو ملتونو سازمان په سرحدي مراقبتي کرښه کې چې د هند او پاکستان کشمیر سره جلا کوي حضور لري او پر اوربند څار کوي او همدارنګه د اوربند تر پښو لاندې کول هم ثبتوي.

د دغه سازمان سرمنشي پر هند او پاکستان د زغم غږ کړی دی.

هند دا مسله د هند کورنۍ چاره ګڼي او د کشمیر په اړه له پاکستان سره د خبرو اترو لپاره، په کشمیر کې د ترهګرۍ پای وار له مخکې شرط یادوي.

شریک یي کړئ