د کیوبا ملي رسنیو د پنجشنبې په ورځ رپوټ خپور کړی چې د دغه هېواد د پخواني مشر فېډل کاسټرو مشر زوی ځانوژنه کړې ده.
د دغه رپوټ پر بنسټ، هغه ژور خپګان درلود او د دغې ناروغۍ له امله له میاشتو راهیسې تر درملنې لاندې وه.
فېډلیټو کاسټرو ډیاز بلارټ د کیوبا د پخواني رهبر مشر زوی د پخواني جماهیر شوروي اتحاد کې د اټومي فېزیک زده کړه کړې وه او په همدغې څانګه کې یې په کیوبا کې کار کاوه.
هغه په څېرې، وېښتانو او ږیرې کې پلار ته د ورته والي له امله په فېډلیټو، یا په وړوکي فېډل کاسټرو مشهور وه.
د کیوبا رسنیو په دې اړه ډېر جزییات وړاندې کړي نهدي.