Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یمن بېلتون غوښتونکو د عدن ښار ډېری برخې ولکه کړي

یمني بېلتون غوښتونکو، تېره ورځ (سې‎شنبې د سلواغې په ۱۰ مه) د یمن په سوېل کې «عدن» ښار سترې برخې ولکه کړي دي.

یمني بېلتون غوښتونکي چې د دغه هېواد له شمال څخه د سوېل د بېلولو غوښتونکي دي د عربي متحده اماراتو له خوا یې ملاتړ کېږي.

دا په داسې حال کېد ه چې امارات، د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ایتلاف غړی دی چې د یمن په رسميت پېژندل شوي حکومت څخه ملاتړ کوي.

د دوشنبې په ورځ د دې پخلی کړی چې د دغه هېواد د ملي پوځ او بېلتون غوښتونکو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۳۶ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

له دې وړاندې د یمن حکومت ګواښ کړی وه که‎چېرې د سعودي عربستان ائتلاف د بېلتون غوښتونکو په وړاندې اقدام ونه‎کړي، د حوثیانو په وړاندې جګړه کې به زیان وویني.

د یمن سوېلي بېلتون غوښتونکي، د دغه هېواد حکومت د دغې برخې اوسېدونکو ته په بې پامۍ تورن وي.

د یمن په سوېل کې د عدن ښار له درې شپو راهیسې د درنې نښتې شاهد دی.

د یمن د ولسمشر د پوځي چارو سلاکار محمد علي المقدسي وايي چې بېلتون غوښتونکي جنګیالي د دغه هېواد دښمنان دي.

له درې کلونو راهیسې یمن په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی چې تراوسه کابو ۱۰ تنه په کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ