Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روحاني: امریکا نشي کولی د ایران د تیلو صادرات صفر ته راټیټ کړي

د ایران ولسمشر، حسن روحاني وویل چې امریکا متحده ایالاتونه نشي کولي چې د ایران د تیلو صادرات صفر ته ورسوي.

حسن روحاني چې د ملګرو ملتونو عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی، تېره ورځ(دوشنبې د تلې په ۲مه نېټه) د نړۍ له مشرانو سره د ایراند خبرو اترو چمتوالي خبر ورکړ.

حسن روحاني د سویلي افریقا د پخواني ‌مشر نېلسن منډېلا په یاد غونډه کې د ایران په اهواز ښار کې د تېرې شنبې برید په یادولو سره وویل چې ایران به له هر ډول ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

د ایران ولسمشر د ان بي سي شبکې د پوښتنې په ځواب کې چې ایا وشنګتن کولای شي د تهران د تیلو صادرات ودروي؛ وویل:»امریکا نشي کولای زموږ نفت صفر ته ورسوي، دا یوه خیالي ژمنه ده چې حقیقت نه‌لري. شاید موږ په دې لاره کې یو لړ فشارونه ومنوو، خو امریکا به خپلې موخې ته و نه رسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې غونډې په څنډه کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسوولې فدریکا موګرنیي او له یو شمېر اروپايي چارواکیو سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې ویلي، ایران په اټومي تړون کې  خپلې ژمنې عملي کړي او اروپا هم د دې  تړون دوام غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنه بیا د ایران د نفتو له صادراتو ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې، فدریکا موګریني وویل:« اروپايي ټولنه به یو حقوقي بنسټ جوړ کړي، څو ایران ته د قانوني مالي راکړې ورکړې اسانتیاوې برابرې کړي. دا به اروپايي شرکتونو ته اجازه ورکړي، څو د اروپايي ټولنې د قانون پر بنسټ له ایران سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.» 

بل خوا په امریکا کې مېشت یو شمېر ایرانیانو د حسن روحاني په خلاف د شعارونو په ورکولو سره لاریون کړی. اعتراض کوونکیو د ایران ولسمشر او حکومت یې پر ډیکتاتورۍ تورن کړ.

اعتراض کوونکې، ژیلا عندلیب وویل:«موږ د ایران توکمه امریکایانو له سازمان څخه یوو. دلته راغلي یوو، څو د ایران د خلکو غږ نړیوالو ته ورسوو او ووایوو چې د ایران رژیم د ایران د خلکو استازیتوب نه کوي.»

بل اعتراض کوونکی، کاظم کازرونیان زیاتوي:« د ایران خلک په سیمه کې سوله غواړي، په کور دننه ایران کې ازادي غواړي.‎ موږ سوله غوښتوونکیو ته بلنه ورکوو چې د دې جرمونو او د ایران د رژیم د نفوذ د مخنیوي لپاره له موږ سره یو ځای شي.» 

اعتراض کوونکي وایي، په راتلونکو ورځو کې به هم خپل اعتراض ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتونو په نیویارک ښار کې یو شمېر ایرانیانو د حسن روحاني پر ضد اعتراضونه کړي

شریک یي کړئ