د ایران ولسمشر، حسن روحاني په دې هېواد کې د امریکا متحده ایالاتونو لخوا ورانکارې هڅې ناکامې بولي.
ښاغلی روحاني وايي که د ایران خلک ناهیلي نه شي، امریکامتحده ایالاتونه د ایران پر ضد هیڅ نه شي کولی.
دی وړاندې وايي چې امریکا متحده ایالاتونو تل هڅه کړې ده چې د ایران سیاسي ځواک مات کړي، دی زیاتوي چې که خلک د حکومت ملاتړي وویسي، نو امریکا به کله هم په دې هېواد کې خپلو موخو ته ونه رسیږی.
مخکې له دې ایران د حکومت ضد اعتراضونو کې امریکا ګرمه بللې وه، خو ا مریکا دا تورونه رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ایران سره له اټومي تړونه د امریکا تر وتلو وروسته د واشنګټن او تهران اړیکې خورا ترینګلې شوې دي.