د روسیې دفاع وزارت وايي چې د دې هېواد پوځ د آئروبالستیک توغندی چې د دوه زره کیلومټره لیري واټن ویشتلو وړتیا لري په بریا ازمویلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین په خپله کلنۍ وینا کې د نوي اتمي توغندي له جوړولو خبر ورکړ.
د «کینژال» په نامه دا توغندی چې «خنجر» مانا ورکوي له هغوی توغندیو دی چې پوتین یې یادونه کړې وه.
پوتین ویلي وو چې د کینژال چټکتیا به د غږ له چټکوالي لس برابره زیات وي.
دا توغندی د روسیې په سویل کې ازمویل شوی دی.
د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې دا توغندی په نړۍ کې بې ساری دی.