Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سعودي عربستان کنسلګرۍ کې د خاشقجي وژنه ومنله

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، عادل الجبیر وايي عربستاني خبریال، جمال خاشقجي په استانبول کې د عربستان په کنسګري کې وژل شوی دی.

په داسې حال کې چې مخکې له دې عربي چارواکو له کنسلګرۍ نه د خاشقجي له وتو خبره کړې وه او وروسته یې بیا وویل چې خاشقجي د یوې نښتې له کبله په تېروتنې وژل شوی دی.

په هم دې حال کې آلمان له سعودي عربستان سره د وسلو د پلور یو قرارداد ځنډولی دی.

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر، عادل الجبیر ویلي دي:«داسې راپورونه وو چې جمال له کنسلګرۍ نه وتلی دی، خو په راپور کې داسې څه وو چې له دې خبرې سره یې توپیر درلود، نو په ترکیه کې زموږ څېړونکو ډلو دا ومونده چې په لومړي راپور کې ستونزې وي او هغه څه چې ترسره شوي دي، یوه جنايي پېښه وه.»

ترکیې هم ویلي چې سبا (سې شنبې د تلې د اکتوبر په ۲۳مه) به د خاشقجي د وژل کېدو په اړه پټ اړخونه څرګند کړي.

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان ویلي دي:«زموږ پر هېواد بریدونه زیاتیږي او د دوی تګلارې بدلیږي. د جمال خاشقجي دپېښې په څېر. موږ ویلي چې پرېکنده هوډ لرو او سبا په دې  اړه خبرو وکړم؛ ځکه موږ عدالت غوښتونکي یوو. د پېښې ټول تیاره اړخونه به روښانه شي، ولي پنځلس کسان دلته راغلي وو؟ ولي اتلس کسان ونیول شول او نور جزئيات.»

سره له دې چې پر سعودي عربستان نړیوالو فشارونه زیات شوي دي، خو د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ دې هېواد سره د وسلو پر پلور او پېر ټينګار کوي، خو په دې هېواد کې یو شمېر سناتوران د ټرمپ له دې پرېکړې سره مخالف دي.

امریکايي سناتور، راند پال وايي:«موږ باید له دې سخت ووسو یوازې باید ونه وایو چې بندیزونه لګوو. زه فکر کوم چې سعودي عربستان ته د وسلو پلور بند شي او دا چې دوی غواړي زموږ ملګري ووسي او یا دښمنان جدي خبرې وکړو.»

اوس مهال پر سعودي عربستان فشارونه راغلي او آلمان له دې هېواد سره د وسلو پلور قرارداد ځنډولی دی.

د دې هېواد لومړۍ وزیرې، انګلا مېرکل څرګندوي:« موږ دا برید په سختو ټکو غندو. د دې پېښې د لا روښانه کولو اړتیا ده. هر څه روښانه نه دي او مسوولانو ته سزا نه ده ورکړل شوې.زه له هغو سره چې وايي اوسنیو حالاتو کې سعودي عربستان ته د وسلو لېږد امکان نلري، موافقه یم. موږ به په نړیواله کچه پر دې موضوع خبرې وکړو.»

جمال خاشقجي له واشنګټن پست سره کار کولو او د سعودي عربستان حکومت او ولېعهد محمد بن سلمان له نیوکه کوونکو وو.

سعودي عربستان د خاشقجي په وژنه کې لاس درلودل ردوي؛ خو داسې راپورونه شته چې د محمد بن سلمان سترسلاکار دې پېښه کې د لاس لرلو په تور ګوښه شوی دی.

اوس مهال پر سعودي عربستان نړیوال فشارونه زیات شوي دي او آلمان له دې هېواد سره د وسلو پلور قرارداد ځنډولی دی

شریک یي کړئ