د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي چې دمشق ښار ته نېږدې د «سوېلي غوطه» په سیمه کې د هوايي بریدونو په پایله کې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي دي.
د رویټرز د رپوټ پر حواله، د سوریې دولت دغه هوايي بریدونه، د دووما، بیت سوا او حمرویه ښارنو کې چې د بلواګرو تر ولکې لاندې دي ترسره شوي دي، ویل کېږي چې د هغه په پایله کې ۶۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د سوریې دولت په ځلونو ویلي دي، چې د دغو بریدونو موخه یوازې د بلواګرو په نښه کول دي.
د ملګرو ملتونو سازمان استازي وايي چې دمشق ته نېږدې د سوېلي غوطه سیمه له اوو کلونو جګړې وروسته د بلواګرو وروستۍ مورچله ده، د تېر زیږدیز کال له نومبر راهیسې، مرسته نه ده ترلاسه کړې.
د سوېلي غوطه سیمه چې د بلواګرو تر ولکې لاندې ده، له ۲۰۱۳ کال راهیسې تراوسه د سوریې د پوځ او د هغوی د ملاتړو له خوا په کلابندۍ کې ده.