Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوریه کې د اوربند په اړه د امنیت شورا غونډه بې پایلې پایته ورسېده

په سوریه کې د ۳۰ ورځني اوربند د پرېکړه لیک د لاسوند تصویب په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا بې پایلې پای ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې سفیر بشار جعفري وايي چې د نړۍ پنځه ځواکمن هېوادونه، د سوریې د وېش په هڅه کې دي.

جعفري په دې اړه زیاته کړه:«موږ به هېڅ کله هغو کسانو ته تسلیم نه‎شو چې په سوریه کې له ترهګرو ملاتړ کوي موږ هغه پنځه هېوادونه چې هڅه کوي سوریه ووېشي هغوی ته به هېڅکله هم اجازه ورنه کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د «غوطه شرقي» سیمه کې د سوریې حکومت په بمباریو کې تراوسه څه باندې ۴۰۰ تنه وژل شوي دي.

دغه راز، روسیه په سوریه کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره د چمتوالي خبر ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسلي نبینزا څرګنده کړه:« روسیه به له خپل وس سره سم په سوریه کې د سولې د ټينګښت په موخه کار وکړي موږ له ټولو غاړو غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.»

په همدې حال کې امریکا د ملګرو ملتوو امنیت شورا له غړوغوښتنه کوي چې د سويډن او کویټ لهخوا چمتو شوي پرېکړه لیک په تړاو رایه ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیال کیلي کوریي په دې اړه زیاته کړه:« امریکا چمتوده ترڅو د پرېکړه لیک لاسوند ته رایه ورکړي ټول هېوادونه هم باید چمتو وي سویډن او کویټ ټول په دې متن کې روښانه کړي دي هغوی خپله ونډه ترسره کړې او د دې کار د ځنډ لپاره هېڅ دلیل شتون نه‎لري.»

په تېرو پنځو ورځو کې د سوریې ختیځ غوطه سیمه د درنو هوايي بمباریو شاهد وه.

د یو شمېر څارونکو بنسټونو په وینا په دې بریدونو کې تر اوسه د ماشومانو او مېرمنو په ګډون له ۴۰۰ ډېرملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

له دې سره خوخت فرانسه، د سوریې په غوطه شرقي سیمه کې ولسي وګړو ته د مرستې په رسولو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناکامه بولي.

شریک یي کړئ