اسرائیل وايي په سوریه کې د ایران پر یو شمېر موخو هوايي بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو پوځ څرګندوي چې دا پوځي عملیات یې په سوریه کې د ایران سپاه پاسدارانو د قدس پوځ پر وړاندې ترسره کړي دي.
د دې بریدونو جزئیات نه دي روښانه، خو د سوریې دولتي رسنیو د دې هېواد پلازمېنې دمشق ښار ته نېږدې له هوايي بریدونو خبر ورکړی دی.
د رسنیو د راپور له مخې د سوریې هوايي دفاع د اسرائیلو یو هوايي برید شنډ کړی دی.
وروسته له دې چې امریکا متحده ایالاتو له سوریې نه د خپلو پوځیانو د ویستو اعلان وکړ، اسرائیلو ګواښ وکړ چې په سوریه کې د ایراني موخو پر وړاندې بریدونه وکړي.