Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سي آی اې د سعودي عربستان ولیعهد د خاشقجي د وژنې مسوؤل بولي

د امریکا متحده ایالاتو څارګره اداره(سي آی اې) دې پایلې ته رسېدلې ده چې  د سعودي عربستان خبریال، جمال خاشقجي د دې هېواد د ولیعهد په سپارښتنه وژل شوی دی.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې چې سي آی اې دا موندلې دا چې په سعودي عربستان کې هېڅ کار د ولیعهد، محمد بن سلمان له اجازې پرته نه ترسره کېږي.

دا پایله د محمد بن سلمان او د عربستان د اسخباراتي ډلې ترمنځ د ټلفوني اړیکو څخه چې ترکیې ته استول شوې وې، ترلاسه شوې ده.

په همدې حال کې امریکايي چارواکي وايي تر اوسه یې داسې شواهد نه دي ترلاسه کړي چې د جمال خاشقجي په وژنه کې د سعودي ولیعهد لاس لرل په مستقیم ډول ثابت کړي.

ویل کېږي چې محمد بن سلمان په خپلو ټلفوني خبرو کې غوښتنه کړې وه چې خاشقجي سعودي ورولېږدول شي.

سعودي عربستان کې یو لوړپوړی چارواکی چې د شاهي محکمې د غړو مالوماتو ته لاسرسی لري ویلي دي چې د محمد بن سلمان سلاکار، القحطاني له خاشقجي یو ځل لفظي شخړه کړې وه چې هغه ته یې کنځلې کړې وي او د خاشقجي له مقابل ځواب سره مخامخ شوی دی.

ترکیه کې یوه مالوماتي سرچینه وايي چې القحطاني امر کړی خپلو کسانو ته امر کړی وه چې خاشقجي ووژني.

تر اوسه نه ده څرګنده چې القحطاني به په خپله د خاشقجي د وژلو شاهد وو او که نه؟

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د یک‎شنبې په ورځ ویلي وو چې د سې شنبې په ورځ به د دې جنجالي قضیې په اړه د څېړنو پایلې اعلان کړي.

القحطاني ويلي وو چې هیڅ کار پرته د خپل رییس، محمد بن سلمان له تاییده پرته نه ترسره کوي.

تر اوسه سپینې ماڼۍ او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی

شریک یي کړئ