Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شیخ حسینه د څلورم ځل لپاره د بنګه‎دیش لومړۍ وزیره شوه

د بنګله دیش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې پورې اړوند عوامي ګوند د څلورم ځل لپاره د دې هېواد پارلماني ټاکنو کې بریا ترلاسه کړه.

خو د حکومت مخالفان ترسره شوې ټاکنې له درغلیو ډکې بولي او د بیا ترسره کېدو غوښتنه یې کوي.

د شیخ حسینې پر خلاف ایتلاف په یوې بیانیې کې ویلي دي چې اوسنی دولت باید د یکشنبې( د مرغومې په نهمه) د ترسره شویو ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړي او بیا ټاکنې ترسره شي.

په همدې حال کې د بنګله دیش د ټاکنو کمېسیون وايي چې د درغلیو په اړه به خپلې پلټنې پیل کړي.

تر اوسه بنګله دیش کې د ټاکنو په بهیر کې د تاوتریخوالیو له کبله کابو اووه تنه وژل شوي دي.

د آسیا په سویل کې د بشري حقونو د څار بنسټ مدیره، میناکشي ګنګولي په خپله ټویتر پاڼه کې لیکلي دي:« د یوشمېر نوماندانو او رایو ورکوونکو لخوا پورې شوې تورونه د بنګله دیش د ټاکنو د اعتبار په اړه اندېښنې راپورته کوي.»

د بنګله دیش د ټاکنو پرمهال یو شمېر کسان ونیول شول، د مخالفانو په خبره چې نیول شوي کسان د شیخ حسینې مخالفان وو چې په کې د پارلمان یو شمېر نوماندان هم شامل دي.

د بنګله دیش د حکومت مخالفان په دې هېواد کې د پارلماني ټاکنو د بیا ترسره کېدو غوښتنه کوي او د تېرې ورځې د ټاکنو د پایلو باطلول غواړي

شریک یي کړئ