Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ظریف پر ایران د امریکا لګول شوي بندیزونه د منلو وړ نه بولي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف جاپان کې د خپل سفر په ترڅ کې پر تهران د واشنګټن بندیزونه د منلو وړ نه بولي.

هغه ویلي دي:«موږ باور لرو چې د امریکا متحده ایالاتو لخوا د حالاتو تشدید د منلو وړ نه دی، هغه ډول چې تاسو وویل، موږد محدودیتونو اکثر حد تجربه کړی دی. سره له دې چې امریکا متحده ایالات له ایران سره د هستوي هوکړې وتلی دی، موږ په دې هوکړه کې خپلو ژمنو ته هوډمن پاتې یوو.»

په همدې حال کې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر، تورو کونو له لویدیځ سره د ایران د هستوي هوکړې ته پر ژمن پاتې کېدو ټینګار کوي.

نوموړي د ایران د بهرنیو چارو وزیر نه غوښتنه کړې ده چې تهران دې له لویدیځ سره هستوي هوکړې ته ژمن پاتي شي.

تورو کونو څرګنده کړې ده:«موږ له ایرانه غوښتنه کوو چې له لویدیځ سره هستوي هوکړې ته ژمن پاتي شي او منځني ختیځ کې ټیکاو په سیمه کې د ایران مثبتونو کارونو ته اړتیا لري. موږ له تاسو هیله کوو چې د ناندرو د رامنځته کېدو مخنیوي لپاره له زغمه کار واخلئ.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف جاپان ته د خپل سفر په ترڅ کې د جاپان له لومړي وزیر، شینزو آبه سره هم لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د جاپان لومړي وزیر د منځني ختیځ د حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي آبه ویلي دي:«په منځني ختیځ کې حالت د خرابوالي پر لور روان دي، او زه یې په اړه اندېښنه لرم.»

که څه هم امریکا متحده ایالاتونه وايي چې پر ایران به د فشار له له سیاسه کار واخلي، خو ایران وايي چې د امریکا د بندیزونو پر وړاندې مقاومت کوي.

په دې لیدنه کې د جاپان لومړي وزیر د منځني ختیځ د حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده

شریک یي کړئ