له ترهګرو ملاتړو هېوادونو کې د پاکستان نوم ځایولو لپاره پرېکړه وشوه او دا هېواد په خړ نوملړ کې ځای شو.
وروسته له یوې اوونۍ خبرې اترو په پاریس کې د پیسو مینځلو ضد بنسټ د امریکا متحده ایالاتونو وړاندیز په اړه چې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو نوملړ کې د پاکستان ځایول وو، پرېکړه وکړه او دا هېواد یې په دې نوملړ کې شامل کړ.
داسې انګېرل کېږي چې له دې کار سره به د امریکا متحده ایالاتونو او پاکستان اړیکې لا نورې هم ترینګلې شي، او د بهرنیو پانګونو له کبله د پاکستان اقتصاد له ستونزو سره مخامخ شي.
مخکې له دې ویل شوي وو چې چین، ترکیه او سعودي عربستان په دې نوملړ کې د پاکستان نوم شاملولو سره مخالف وو.
کابو درې کاله مخکې هم د پاکستان نوم د ترهګرو ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی وه.