Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مادورا: د وینزوېلا له خلکو وغوښتل چې ټرمپ ته لیک ولیکي

د وینزوېلا ولسمشر نېکولاس مادورا د دغه هېواد له خلکو غوښتي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته یو سر پرانستی لیک واستوي، څو ټرمپ پوه شي وینزوېلایان بهرنۍ لاسوهنې نه مني. 

مادورا چې د خپلو پلویانو په منځ کې وینا کوله، وویل چې امریکا د وینزوېلا په کورنیو چارو کې خپله لاسوهنه پای ته ورسوي.

د وینزویلا ولسمشر نېکولاس مادورا په دې اړه وویل:«زه د دې لپاره ګومارل شوی یم چې له وینزوېلا څخه د امپراطوریو لاسوهنه لنډه کړم. وینزوېلا ته باید احترام وشي، د وینزویلا احترام وکړئ.» 

د وینزوېلا حکومت د خپل هېواد د ستونزې د حل لپاره په یوراګوای کې له جوړېدونکې غونډې هرکلی کوي.

په دې غونډه کې د اروپا او لاتینې امریکا نږدې لس هېوادونه ګډون کوي.

وینزویلايي څېړونکی جرمن سالټرون وايي:« نړیوال فشارونه عادلانه نه دي.  موږ یو قوي هېواد یوو، زموږ حکومت بهرني فشارونه او د هغوی لاس‌وهنه نه مني.» 

بل لورته د امریکا متحده ایالات چې د نیکولاس مادورا مخالف دي، له هغه غواړي چې واک پرېږدي.

د وینزویلا لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی الیوت ابرامز څرګندوي:«د هغه لپاره به وروستۍ لوبه دا وي چې واک پرېږدي، د هغه لپاره دا غوره ده، ځکه هغه وضعیت چې اوس هغه لري، مخ پر زوال دی.»

که څه هم امریکا، کاناډا او د لاتیني امریکا څو هېوادونو خوان ګوایدو د وینزوېلا لنډمهالی ولسمشر منلی، خو د چین، روسیې او ایران په ګډون ډېری نور هېوادونه بیا له نیکولاس مادورا ملاتړ کوي.

د وینزوېلا ولسمشر مادورا چې د خپلو پلویانو په منځ کې وینا کوله، وویل امریکا دې د وینزوېلا په کورنیو چارو کې خپله لاسوهنه پای ته ورسوي. بلخوا بیا امریکا چې د نیکولاس مادورا مخالفه ده، له هغه غواړي چې واک پرېږدي.

شریک یي کړئ