سپينې ماڼۍ مارک سپر یې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړ.
تېره اوونۍ پاټریک شاناهان د امریکا دفاع وزارت له سرپرستۍ استعفا وکړه او نن له خپلو همکارانو سره تر مخه ښې وروسته پنټاګون یې پرېښود.
مارک سپر د امریکا درېیمه پوځي څېره ده چې د ډونلډ ټرمپ د حکومت په پېر کې د دفاع وزارت د سرپرست په توګه معرفي کېږي.
له پاټریک شاناهان مخکې، جېمز مټيز د امریکا د دفاع وزارت سرپرستي په غاړه لرله.
د امریکا د دفاع وزارت نوی سرپرست په داسې حال کې معرفي کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ شخړې په بې مخینې توګه زور اخیستی دی.
ډونلډ ټرمپ تېره ورځ وویل چې د پنجشنبې پر شپه، حکم کړی چې د ایران په درې برخو پوځي برید وشي، خو له کنګرې سره تر مشورې وروسته سلاکاران له برید تېر شول.
د ټرمپ په وینا، پر ایران برید د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو په ځواب کې ترسره کېده.