Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مایکل فلین مني چې له روسیې سره یې د خپلې اړیکې په اړه دروغ ویلي

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین مني چې له روسیې سره یې د خپلې اړیکې په اړه د امریکا فډرال پولیسو ته دروغ ویلي دي.

ښاغلي فلین تېره ورځ، په واشنګټن کې یوې محکمې ته حاضر شو او پر لګېدلو تورنو یې اعتراف وکړ.

هغه د ډونلډ ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې، پر روسیې د امریکا متحده ایالاتونو د لګېدو تورونو د لیرې کولو په اړه په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره لیدلي وو، خو د فډرال پولیسو ته یې ویلي وو چې دا کار یې نه دی کړی.

د مایکل فلین تورونه د دې لامل شول چې د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار په توګه له ۲۴ ورځو وروسته له دندې ګوښه کړل شو.

له دې ټولو سره سپینې ماڼۍ ویلي چې په دې اړه یوازې ښاغلی فلین تورن دی او کوم بل څوک به په دغې پېښه کې دخیل نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ زوم جرد کوشنر ښاغلي فلین ته ویلي وو چې له هېوادونو سره دې اړیکه ونیسي.

شریک یي کړئ