د ښوونې او روزنې په برخه کې فعاله او د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په میانمار کې د مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی غندي او د دې هېواد له مشرې، یانګ سوچي غواړي چې دا ناورین وغندي.
نوموړي د پاکستان په ګډون له یو شمېر هېوادونو د خبرپاڼې په خپرولو سره غوښتنه کړې چې له ګواښ سره مخامخو کسانو ته پناه ورکړي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي دی:«کله چې زه خبرونه وینم، نو زما زړه د روانګینیا مسلمانانو حالت لیدو له امله ماتیږي.»
ملالې یوسفزۍ وویل:«د څو کلونو راهیسې، ما په وار وار د ډول دردونکی او بد چلند غندلی د ی. زه لا هم د نوبل د سولې جايزه ګټونکي غواړم، سان سوچي غوښتنه کوم چې دا جنایت وغندي.د روهنگیا د نړۍ مسلمانان په تمه دي.»
د روهینګا خلک د لسیزو راهیسې په میانمار کې تاوتریخوالیو شاهدان دي. د میانمار اکثریت نفوس بودایان جوړوي.
راپورونه څرګندوي چې میانمار کې کابو ۴۰۰ د روهینګیا مسلمانان په وروستیو پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
انځورونه په میانمار کې د تېرې اوونۍ په ټولنیزو شبکو کې د اقلیت په وړاندې تاوتریخوالی ښيې.
سرتیري او وسلهوال په رخین بېوزله میشه سیمه کې د خلکو د کورونو سوځولو او په جنایتونو تورن دي.
په همدې حال کې د میانمار مشرې، سانسوچي د میانمار په مسلمانانو باندې د بریدونو د مخنیوي لپاره د ډېرو نړیوالو نیوکو سره مخامخ شوې ده.
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير، بورس جونسن د شنبې پر ورځ يو پخواني سياسي بندي ته ګوته وڅنډوله چې په خپل هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.
جانسن زیاته کړه:«سانسوچي ته د اغیزمنې څېرې په توګه کتل کېږي، خو دا تاوتریخوالي د برما له لویوالي کموي.»
د افغانستان حکومت هم په میانمار کې د مسلمانانو پرضد تاوتریخوالي وغندلو.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په میانمار کې به د مسلمانانو وژنه وغندل شي او دا به د بشري جرم په توګه وګڼل شي.
په دې اړه مو اندونه