د ملګرو ملتونو سازمان پخوانی سرمنشي او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی کوفي عنان د ۸۰ کلنۍ په عمر ومړ.
کوفي عنان ته نېږدې سرچینو ویلي چې هغه نن شنبې د سوییس په برن روغتون کې ومړ.
د کوفي عنان بنسټ ویلي چې عنان د ګانا وګړی او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی د ناورغۍ د یوې لنډې دورې له تېرولو وروسته له نړۍ سترګې پټې کړې.
کوفي عنان له ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۶ زیږدیز کال پورې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په توګه دنده ترسره کړه.