Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م د یونان پنډغالو کې د کډوالو ناوړه حالت په اړه اندېښنه لري

ملګري ملتونه وايي چې د یونان په ټاپوګانو د کډوالو ښځې او ماشومان له جنسي زورونو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنري د یونان له حکومت څخه غواړي تر څو دا کډوال د یونان اصلي خاورې ته ولیږدوي او د پنډغالو حالت ته پام وکړي.

د یاد بنسټ ویانده، سیسل پولي څرګندوي:«په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې مو ۶۲۰ د جنسي زورونې راپور ترلاسه کړ چې د یونان په ټاپوګانو کې ترسره شوي وو. ۲۸ یې له پېښې وروستی تاوتریخوالی دی چې کډوال ورسره مخامخ وو. کډوال بد حالت لري،  امنیت یې نشته او ډېر راپورونه مود موریا پنډغالي ترلاسه کړي دي.»

د ملګرو ملتونو د کډوال کمېشنرۍ چارواکي وايي چې کډوال د شپې مهال نشي کولي له دې پنډغالو بهر راووځي.

مېرمن پولي وړاندې وايي چې په بنډغالو کې شته پولیس بسنه نه کوي او ناروغان په داسې خونو کې معاینه کېږي چې اړینه ایمني نلري.

نوموړې زیاته کړه ده:«زموږ په اند باید په دې برخه کې ډېر کار وشي. بیلې خونې جوړې شې تر څو ښځې اړې نه وي چې له پردیو کسانو سره یو ځای ووسي. روغتیايي خدمتونه زیات شي او پولیس هم زیات شي او ښځينه پولیس هم ووسي. څراغونه زیات ولګول شي او یا هم کډوال د یونان اصلي خاورې ته ولېږدول شي.»

یو شمېر ښځو ویلي دي چې د ناپيژاندو کسانو بریدونو له وېرې کابو دوه میاشتې نه دي توانېدلي چې حمام ته ولاړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې پنډغالو کې کابو اته زره کډوال ژوند کوي او ډېر شمېر یې د افغانستان، عراق او سوریې دي.

یو شمېر ښځو د ملگرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ ته ویلي دي چې د ناپيژاندو کسانو بریدونو له وېرې کابو دوه میاشتې نه دي توانېدلي چې حمام ته ولاړې شي

شریک یي کړئ