د رویټرز خبري اژانس دوه خبریالان چې په میانمار کې په اوو کالو بند محکوم شوي وو، وروسته له بخښل کېدو خوشې شول.
خبریالان د دولتي اسراسرو د قانون ترپښو لاندې کولو په تور په اوو کالو بند محکوم شوي وو.
خوشې شوي خبریالان د میانمار ولسمشر لخوا د ۵۲۰ بندیانو په ډله کې دي چې عفو شوي دي.
خبریالانو میانمار کې د بودايي کلیو مېشتو لخوا د روهینګیايي مسلمانانو د وژنې په اړه راپور جوړ کړی وو.
خوشې شویو خبریالانو کابو پنځه سوه ورځې په بند کې تېرې کړې دي.