Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوی زیلاند د وسلو ګرځولو د محدودیت قوانین وضع کوي

د نوي زیلاند لومړۍ وزیرې ویلي دي چې په دې هېواد کې به د وسلو د ګرځولو د محدودیت په موخه قوانین وضع کړي.

د یاد هېواد لومړۍ وزیرې، جسیندا آردرن په کرایست چرچ ښار کې له بریده وروسته د قوانینو د رامنځته کولو خبره کوي.

هغه وايي په یاد ښار کې په دوو جوماتونو کې د برید عامل په آنلاین ډول وسلې اخیسې وې او دا کار د لسګونو کسانو د ژوند د اخیستو لامل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۲۴مه نېټه نیوزلنډ کې پر دوو جوماتو د برید پایله کې ۵۰ تنه ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپيان شول.

ویل کېږي، دواړه پېښې هغه مهال شوي چې ځايي مسلمانان پر لمانځه ولاړ وو. پېښه کې یو افغان توکمه نیوزلنډی وژل شوی او درې نور افغانان ټپيان دي.

بریدګر چې یوه کمره یې په سرپورې نښلولې وه، له دې پېښې تصویرونه اخیستي.

په نوي زیلاند کې د برید په تړاو نیول شوی تورن کس، برنټون ټرنټ د اسټرالیا وکړی دی او ټاکل شوې چې راتلوونکې زیږدیزه میاشت د دویم ځل لپاره محکمې ته راشي

شریک یي کړئ