امریکا متحده ایالاتونه تائیدوي چې شنبې شپه ناوخته( د کب۲۰مه) په نیویارک ښار کې د یوې چورلکې نسکورېدو له امله په دې چورلکه کې سپاره پنځه تنه وژل شوي دي.
د نیویارک ښار د پولیسو یوه ویاند په خبره په پېښه کې د چورلکې پیلوټ ته زیان نه دی رسېدلی.
پولیسو وايي چې چورلکه په اوبو کې لوېدلي او پیلوټ یې له پېښې وروسته د تفریحي کښتۍ په مرسته له اوبو ویستل شوي او پاتې نور کسان وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې د اوروژنې کارکوونکو د چورلکې پنځه تنه راویستي چې دوو یې د چورلکې نسکورېدو پرمهال ژوند له لاسه ورکړی او درې نورو یې روغتون کې سا ورکړې ده.
د اوروژنې یوه چارواکي ویلي دي چې د پیلوټ حالت ښه دی او روغتون ته له لېږد وروسته رخصت کړی شوی دی.
سرچینې د چورلکې نسکورېدو لامل په اړه څه نه دي ویلي.