Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: امریکا پر سوریې نورو بریدونو ته چمتو ده

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکوي چې پر سوریې لا ډېرو هوايي بریدونو ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پر سوریې د امریکا، برېټانیا او فرانسې بریدونو غندلو په اړه د روسیې هڅې ناکامې شوې.

امریکا متحده ایالاتونو، فرانسې او بریټانیا جمعه ماښام په سوریه کې دمشق کې څېړنیز مرکز، د ولسمشرۍ ګارد او څو پوځي مرکزونو باندې هوايي بریدونه کړي دي.

دې هېوادونو کابو ۱۰۳ توغندي پر سوریې وتوغول.

د امریکا لوی درستیز، جنرال جوزف ډانفورډ ویلي دي چې پر سوریې بریدونه به په مستقیم ډول د دې هېواد پر کیمياوي وسلو وړتیاو اغېزه وکړي.

ده څرګنده کړې ده چې سوریې د دې بریدونو سره د کلونو کلونو څېړنې او مالومات د دې وسلو په اړه له لاسه ورکړي دي.

له دې سره روسیې ویلي دي چې سوریې د توغندیو دفاع لپاره د پخواني شوروي دفاعي سیستم څخه کار اخیستی دی او تر ډېره یې د بریدونه دفع کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د سوریې دولت یو ځل بیا له کیمیاوي وسلو کار واخلي نو دا هېواد به بیا پرې بریدونه وکړي

شریک یي کړئ