Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان به ډېر ژر د حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړي

د پاکستان پوځي مشران وایي، په نېږدې راتلونکي کې به د حقانې شبکې په وړاندې عملي اقدامات وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند وایي، د حقانې شبکې په وړاندې به د پاکستان د عملي اقداماتو اثر  ډېر ژر روښانه شي.

نوموړی خبرداری ورکوي چې د اسلام اباد او واشنګتن ترمنځ ناسم پوهاوی به د سیمې او په ځانګړي توګه د افغانستان پر حالاتو اغېزه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په خپل لومړي ټیوټ کې، پاکستان ته له ترهګرۍ سره د سمې مبارزې د نه کړلو له امله ګواښ وکړ او وې ویل چې پر دغه هېواد به د امریکې ټولې مرستې بندې کړي.

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر په خپله نوې مقاله کې لیکي چې پاکستان په تېرو اولس کلونو کې دوه ګونې لوبه کړې خو اوس د واشنګتن لپاره د دې وخت رارسیدلی چې د اسلام اباد دوه مخي پای ته ورسوي. د اسلام اباد په وړاندې د واشنګټن د نویو اقداماتو د روښانه کیدو وخت رانږدې شوی دی.

ښايي په دغو اقداماتو کې پر پاکستان لازیات فشارونه هم شامل وي.

د دغو فشارونو یوه برخه به د واشنګټن له ناټو پرته متحدینو په نوملړ کې د پاکستان شاملېدل او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو له امله پر پاکستاني جنرالانو د بندیزونو لګول وي.

په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر زلمي خلیلزاد په خپله نوې مقاله کې د پاکستان دوه ګونی سیاست د افغانستان په جګړه کې د امریکا د نه بریالي کېدو مهم عامل ګڼي.

ښاغلی خلیلزاد د پاکستان د دوه ګونو سیاستونو د پای ته رسولو لپاره شپږ وړاندیزونه لري:

  1. د ای اېس ای پرغړو د بندیزونو لګول او د هغوی د شتمنیو ضبط
     
  2. د پاکستان په خاوره کې په یو اړخیزه توګه هوایي بریدونه
     
  3. له ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې د پاکستان د نوم شاملول
     
  4.  پاکستان ته د امریکا د مالي مرستو ځنډول
     
  5. د نړیوالو سازمانونو په وړاندې د پاکستان حساب ورکول
     
  6. د پاکستان له خلکو سره نېږدې‎والی او له ترهګرۍ سره د پاکستاني پوځیانو د ملاتړ مستندول

له دې سره په ورته وخت کې د پاکستان پوځ د حقاني ډلې پرخلاف د عملي ګامونو د پورته کولو ډاډ ورکوي او وايي چې دا اقدامات به په نېږدې راتلونکي کې روښانه شي.

له بلخوا د پاکستان پخوانی لومړی وزیر محمدنوازشریف که څه هم د دغه هېواد د پوځ له مشرتابه غواړي ځان غولول پای ته ورسوي، خو د پاکستان په وړاندې د ټویټر له لارې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د ډیپلوماټیکو معیارونو پرخلاف ګڼي.

شریف زیاته کړه:« باید د مرستې لپاره موږ ته پېغور رانه‎کړل شي، د امریکا له ایتلافه د ملاتړ پيسې باید موږ ته د مرستې په نوم رانه‎کړل شي، امریکا موږ ته له پېغور راکولو وروسته له ترهګرۍ سره په جګړه کې زموږ ملاتړ نه‎شي لرلی.»

خو د پاکستان دفاعي شنوونکي په دې اند دي چې امریکا د نوموړي هېواد له همکارۍ پرته له ترهګرۍ سره په جګړه کې نه‎شي بریالۍ کېدای.

د پاکستان د دفاعي چارو شنوونکی طلعت مسعود څرګنده کړه:«امریکا پاکستان ته اړتیا لري، د پاکستان له مرستې پرته به هېڅکله په سیمه کې ثبات رامنځته نه‎شي، تاسو پوهېږئ په هغه بڼه چې امریکا له هند سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې مرسته کوي او له نوموړي هېواده د پاکستان او چین پرضد کار اخلي دا چاره به په سیمه کې د ثبات لامل نه‎شي.»

له دې سره سره ښاغلي خلیلزاد په خپله مقاله کې لیکلي پاکستان له یوې خوا له ترهګرۍ سره په جګړه کې د مرستې خبره کوي خو له دې سره جوخت د طالبانو او حقاني په شان افراطي ډلې چې په زرګونه امریکايي او افغان پوځیان او ان بې‎ګناه ملکي افغانان یې وژلي روزي، پناه ورکوي او له دغو ډلو سره مرسته کوي.

شریک یي کړئ