د پاکستان خیبرپښتونخوا ایالت دېره اسماعیل خان سیمه کې نن (یکشنبې د چنګاښ په ۳۰مه) یوه وسلهوال او ځانمرګي برید اووه تنه وژلي او کابو ۳۰ تنه نور ټپيان کړي دي.
لومړی د پولیسو پر پوستې وسلهوال برید وشو او له هغې وروسته کله چې قربانیان روغتون ته لېږدول کېدل، یوه ځانمرګي بریدګر، قربانیان یې دننه په روغتون کې په نښته کړل.
د خیبر پوښتونخوا ایالت پولیسو ویلي چې ځانمرګی بریدګر یوه مېرمن وه او د دغو بریدونو وژل شوي درې ولسي وګړي او څلور تنه پولیس دي.
پاکستاني طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی خو د یوې ښځې له لوري د دغه برید ترسره کېدل ردوي.
بلخوا د هند کشمیر اوسېدونکي، پاکستان د دوی پر کلیو د توغندویو په توغولو تورن وي.
هند او پاکستان تراوسه دوه ځله د کشمیر پر سر، سره ښکېل شوي او کابو پنځه میاشتې مخکې هم په کشمیر کې له یوه ځانمرګي برید وروسته چې د څه باندې ۴۰ هندي سرتېرو ژوند واخیست، نږدې وو چې دواړه هېوادونه یوه بله جګړه پیل کړي. هر ځل دواړه لوري یو بل د اوربند په ماتولو تورن وي.