Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون په افغان سوله کې د قطر له ملاتړه مننه کوي

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر جیمز مټیس د قطر له دفاع وزیر خالد العطیه سره په لیدنه کې له هغه مننه کړې چې د جګړې تر څنګ يې د افغان سولې په برخه کې هم همکاري کړې. 

مټیس پخپلو خبرو کې په روانه جګړه کې په قطر کې د دوی د اډو ملاتړ ستایلی او یاده کړې يې ده: «موږ په قطر کې یو پخوانی نظامي هم‌پیمان، په منځني ختیځ کې د سولې او په افغانستان کې د ناټو د ماموریت ملاتړی وینو.»

مټیس له قطري سیال سره په خبرو کې له مننې وروسته زیاته کړه، چې په قطر کې د دوی د هوايي ځواکونو اډه «العید» د منځني ختیځ په خوندي کولو کې مهم رول لرلی دی. 

په ورته وخت کې د قطر دفاع وزیر خالد العطیه هم د امریکا او قطر زړې ملګرتیا ته اشاره کړې او زیاته کړې يې ده: «موږ د امریکا متحده ایالتونو په تېره بیا دلته دفاع وزارت کې له خپلو ځانګړو دوستان سره د اړیکو پر غښتلي کولو، پراخولو او نږدې کولو کار کوو.»

د پنټاګون ویاندې ربیکا ریبریچ ویلي دواړو اړخونو د همکاریو په پراختیا، د داعش پر مخنیوي او افغانستان کې د ناټو د ماموریت په اړه خبرې کړې دي. 

هغې وویل، قطري دفاعي چارواکي پنټاګون ته ویلي چې په یاد هېواد کې هوايي اډو ته لا پراختیا ورکړي. 

قطر هغه هېواد دی چې طالبانو پکې سیاسي دفتر پرانیستی او په افغان سوله کې يې رول د پام وړ بلل کېږي.
 
قطر هغه هېواد دی چې طالبانو پکې سیاسي دفتر پرانیستی او په افغان سوله کې يې رول د پام وړ بلل کېږي. خو پنټاګون وايي قطر ورته ویلي. په یاد هېواد کې هوايي اډو ته لا پراختیا ورکړي. 

شریک یي کړئ