Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سوډان کې د لاریونونو دوام؛ لاریونوال د ولسمشر ګوښه کېدل غواړي

د سوډان په زرګونه وګړو یو ځل بیا د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت پر ضد لاریون وکړ.

دغه لاریون کوونکي چې وايي په دغه هېواد کې د ناوړه اقتصادي وضعیته تر پوزې راغلي، د سوډان د ولسمشر عمر البشیر د لیرې کېدو غوښتونکي دي.

د سوډان د مسلکي ټولنې ویاند چې معترض دی ګواښ کوي تر هغې چې خپلو غوښتنو ته نه دي رسېدلي، له لاریون به لاس په سر نه شي.

هغه زیاته کړه:«هغوی (لاریون کوونکي) پوهېږي چې څه باید وکړي او هغوی له صبر او زغم سره دې کار ته هم چمتو دي او هغه کسان چې وهل ټکول کېږي باید پوه شي چې اوږده لار په مخ کې لري.»

همدارنګه سوډاني فعال تهاني عباس وايي:«زه د حکومت د بد سیاستونو له امله، غواړم چې په لاریون لاس پورې کړم؛ غواړم د ناوړه اقتصادي او فساد له امله چې هر څه یې له منځه وړي دي، په لاریون لاس پورې کړی دی.»

له دې ټولو سره ځنې په سوډان کې په دې باور دي دي چې لاریون نه شي کولای د سوډان اوسنی کړکېچ حل کړي باید نورو لارو ته مخ شي.»

په ورته وخت کې، د سوډان ولسمشر دا لاریونونه د حکومت په وړاندې یوه توطیه بولي.

د سوډان په ننني لاریون کې څو تنه مړه او ټپيان شول د حکومت ضد لاریونونه تراوسه څه باندې څلوېښت تنه وژل شوي او سلګونه تنه نور ټپيان شوي او یا هم نیول شوي دي.

شریک یي کړئ