Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ملګرو متلونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي استعفا ورکړه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نیکي هیلي پرون سه‌شنبه (د تلې ۱۷مه) له خپلې دندې استعفی ورکړه.

ویل کېږي، چې د نوموړې استعفا د ډونالډ ټرمپ له لوري تایید شوې ده.

په ورته وخت کې نیکي هیلي هغه اوازې بې اساسه بللې دي، چې ګواکې راتلونکو ټاکنو کې به د ټرمپ سیاله وي.

نیکي هیلي په سپینه ماڼۍ کې له ډونالډټرمپ سره خبرو کې له دندې استعفا ورکړه، چې ټرمپ يې د تایید تر څنګ یادونه وکړه، چې د روان کال تر پایه به هغه پرخپله دنده پاتې شي.

ولسمشر ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د هغې چارې ستایلې دي او ويلي يې دي، هغې تر دې وړاندې هم پر لوړو څوکیو کې کار کړی دی.

د هیلي کورنۍ اصلاً له هندوستانه امریکا ته کوچېدلې، هغه ۴۶ کلنه ده او ویل کېږي چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به د ټرمپ سیاله وي.

هیلي شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې یادونه کړې وه، چې له نږدې دوه کاله کار وروسته غواړي دمه وکړي.

هغه د ۲۰۱۶ په نومبر کې په ملګرو ملتونو کې د استازې په توګه وړاندیز شوه، چې د ۲۰۱۷ جنوري کې يې د ډونالډ ټرمپ له لوري صلاحیت تایید شو.

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د نیکي هیلې ځاینانستی به دوه - درې اوونیو کې معرفي کړي

شریک یي کړئ