Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پومپیو:اجازه نه ورکو چې روسیه د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ګواښ کوي چې اجازه به ورنه کړي چې روسیه یوځل بیا د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

پومپیو وايي چې د امریکا متحده ایالات له هغه ‎څه چې روسیې د امریکا په تېرو ټاکنو کې ترسره کړل خبر دی.

هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې امریکا به په راتلونکو ټاکنو کې د روسیې له احتمالي لاسوهنې مخنیوی به وکړي.

هغه زیاته کړه:«ولسمشر پوهېږي چې روسیې د امریکا په ۲۰۱۶ ټاکنو کې څه وکړل. هغه موږ پوه کړي یوو ترڅو ډاډه شو چې دا کار د امریکا د ۲۰۱۸ او یا هم ۲۰۲۰ په ټاکنو کې نه کېږي.»

په همدې حال کې د امریکا اطلاعاتي مدیر وايي چې روسیه هڅه کوي ترڅو د امریکا په کورنیو مسایلو کې له لاسوهنې سره د امریکا او متحدینو ترمنځ یې نفاق رامنځته کړي.

ډن کوټس زیاتوي:«په اصل کې هغوی هغه کسان دي چې غواړي زموږ د ارزښتونو بنسټ او سټه کمزورې کړي او موږ له خپلو متحدینو جلا کړي. هغوی هغه کسان دي چې هڅه کوي زموږ د ټاکنو بهیر را ویجاړ کړي. هغوی باید له دې کاره لاس واخلي ترڅو ډاډمن شو چې هغوی په راتلونکو ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې روسیې تل دغه تور رد کړی دی.

له دې سره جوخت، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هیله‎من دی چې له خپل روسي سیال سره په واشنګټن کې لیدنه وکړي.

هغه څو ورځې مخکې د فنلنډ په هلسنکي ښار کې له ولادیمیرپوتین سره ولیدل. هغه په دغې لیدنه کې، خپل د ملي امنیت سلاکار ته ویلي چې له پوتین څخه وغواړي ترڅو واشنګټن ته سفر وکړي.

شریک یي کړئ