Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پومپیو: د کردانو ساتنې په تړاو به له ترکیې سره هوکړې ته ورسيږو

په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات په سوریه کې د کردانو د برخلیک په تړاو له ترکیې حکومت سره سلا ته هیله لري، ترکیې خپل نور ځواکونه د سوریې پولو ته استولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د خپل ترکي سیال، مولود چاووش اوغلو سره له ټلفوني اړیکې وروسته هیله څرګنده کړې ده چې په سوریه کې په د کردانو د برخلیک په تړاو له ترکیې سره هوکړې ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیه  دا جنګیالي ترهګر بولي او پر وړاندې یې د پوځي عملیاتو له پیله خبر ورکړی دی.

امریکا متحده ایالات اوس مهال سوریه کې کابو دوه زره سرتېري لري چې له کردي جنګیالیو سره یوځای د داعش پر وړاندې جګړه کوي. خو کردي جنګیالي د امریکايي ځواکونو وتل له داعش سره د مبارزې په زیان بولي.

د خلکو د ساتنې دموکراتیکو ځواکونو یواند، نوري محمود په دې اړه وايي:«په سیمه کې د داعش شتون یوه نړیواله مساله ده او نړۍ یې باید پر وړاندې مسوولیت ولري. که څه هم چې امریکایان او ائتلاف ځواکونو مسوولیت نه دی منلی او موږ یې یوازې پرېښې یوو.»

کردي جنګیالي د دوی پر وړاندې د ترکیې په پوځي بریدونو هم وېره لري. ترکیې مخکې له دې هم د دوی پر وړاندې پوځي عملیات کړي دي.

نورې زیاتوي:«موږ د ترکیې لخوا ګواښیږو. ښایې ترکیه پر موږ برید  وکړي او د ترهګرو د کنترول هڅو ته زیان ورسوي.»

ترکیې اوس مهال خپل تازه دمې ځواکونه له درنو وسلو سره له سوریې سره نېږدې پولې ته استولي دي تر چې د کردانو پر وړاندې به پوځي عملیات پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومیوله خپل ترکي سیال سره له خبرو وروسته هیله څرګنده کړه چې له سوریې نه د امریکايي ځواکونو تر وتو وروسته به د کردي جنګیالیو ساتنه وشي

شریک یي کړئ