Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین: پاکستان کې د چین پر کنسلګرۍ برید زموږ اړیکې نه زیامنې کوي

چین وايي د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دې هېواد پر کنسلګرۍ برید به د بیجنګ او اسلام آباد اړیکې زیانمنې نه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي دواړه هېوادونه مهم او ستراتیژيکي اړیکې لري چې دا اړیکې به دوام وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندو جنګ شوانګ وايي؛«د چین او پاکستان حکومتونو او خلکو ښودلې ده چې ترمنځ یې دوستې او باور شته. دا ثابته شوې ده چې د چین او پاکستان دوستي د غرونو په شان لوړه او د سیندونو په څېر ژوره ده. دواړه هېوادونه د همکاریو وړتیا لري او هیڅ کومه هڅه به دې اړیکوو ته زیان ونه رسوي.»

د دې برید مسوولیت چې د په کې څلور کسان ووژل شول او درې ټپیان شول د بلوچستان د آزادۍ پوځ منلی دی. پاکستان یاده ډله ترهګره بولي او د منځه وړو هڅه یې کوي.

 د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې ده:« پاکستان ویلي دي چې دا برید به څېړي او عاملان به یې وځپي، له چیني بنسټونو او د چین او پاکستان هوايي دهلیز او چیني اتباعو ساتنه به کوي.»

په همدې حال کې چین له هند سره هم خپلې اړیکې مهمې بولي او ټاکل شوې ده چې د چین ولسمشر، شې جینګ پینګ په ارجنتاین کې د نړۍ شلو صنعتي هېوادونو په ناسته کې د هند له لومړي وزیر، نرندرا مودي سره وګوري.

جنګ شوانګ همداراز په دې اړه وايي:«د نړۍ اوسني حالت ته به کتو سره د هند او چین ستراتیژيکي اړیکې هم ښکاره دي. دواړه لوري به دا اړیکې پیاوړې کړي. موږ به پر پوله د سولې او ټیکاو په موخه هڅې وکړو.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ویچی ګوکالي وايي:«د دې لیدنو موخه د اړیکو پراختیا او د باور رامنځته کوي دي. پرېکړه شوې ده چې لیدنې وشي او د ټولو مسایلو په اړه پرېکړه وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره کال چیني او هندي پوځيان دوه ځایه پر پوله همداراز په دوکلام سیمه کې ۷۳ ورځې په نښته سره بوخت وو. خو اوس وايي چې دواړه هېوادونه به خپلې ستونزې د سولې له لارې هوارې کړي.

په همدې حال کې چین له هند سره هم خپلې اړیکې مهمې بولي او ټاکل شوې ده چې د چین ولسمشر، شې جینګ پینګ په ارجنتاین کې د نړۍ شلو صنعتي هېوادونو په ناسته کې د هند له لومړي وزیر، نرندرا مودي سره وګوري

شریک یي کړئ