Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کاسټرو دامریکا ۲۰۲۰کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره خپله نوماندي اعلان کړه

د امریکا د کابینې یو پخوانی غړی جولیان کاسټرو وايي چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډیموکراټ ګوند له خوا به نوماند وي.

د امریکا د کور جوړونې او ښاري پراخیتا پخوانی وزیر جولیان کاسټرو د سن انټونیو ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د امریکا ۲۰۲۰ زیږدیز کال ولسمشرۍ ټاکنو ته به ځان نوماند کړي.

هغه یوازینی لاتین توکمه نوماند دی چې په دغو ټاکنو کې د ګډون لپاره چمتووالی ښيي.

جولیان کاسټرو په دې اړه وویل:«کله چې سل کاله مخکې انۍ مې دلته راغله، ډاډه یم، د دې تصور یې نه کاوه چې یوازی دوه نسله وروسته به، یو لمسی یې د امریکا د کانګرې غړی شي او بل یې نن ستاسو په وړاندې درېږي او دا وینا کوي چې زه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند یم.»

د امریکا د ډموکراټ ګوند دغه غړی وايي چې امریکا باید ټولو خلکو ته مساوي فرصتونه برابر کړي.

هغه څرګنده کړه:«نن موږ د پرمختګ پر ځای، د شاتګ په حالت کې یوو. هغه فرصتونه چې امریکا یې جوړه کړې اوس کم شوي. له همدې امله دلته سره راغونډ شوي یوو څو ډاډ درکړو چې په یویشتمې پېړۍ کې د خلکو لپاره د امریکا ټولې ژمنې په خپل ځای دی.»

جولیان کاسټرو همدارنګه د پنځو کلونو لپاره د سن انټونیو ښاروال هم و او له هغې وروسته د بارک اوباما د ولسمشرۍ په دویم پیر کې د کور جوړونې او ښاري پراختیا وزیر شو.

د امریکا د کور جوړونې او ښاري پراخیتا پخوانی وزیر جولیان کاسټرو د سن انټونیو ښار کې د یوې غونډې په لړ کې څرګنده کړه چې د امریکا ۲۰۲۰ زیږدیز کال ولسمشرۍ ټاکنو ته به ځان نوماند کړي.

شریک یي کړئ