په کشمېر کې هندي او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په سیمه کې د نښتو له کبله سلګونه کسان بې ځایه شوي دي.
د راپورونو له مخې کشمير کې د هند او پاکستان پوځیانو د لومړي ځل لپاره د څو کلونو په ترڅ کې د یو بل پوستې په نښه کړې دي.
دا نښتې په یوري سیمه کې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نوي ډيلي په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې د اوربند هوکړه وکړه، خو وروسته له هغې په وار وار په کشمېر کې د پولې پر ساتنې کرښې نښتې شوې دي.