Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یمن کې د سولې خبرې؛ امریکا د دغه بهیر له پرمختګه هرکلی کوي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوترش وايي چې د سعودي عربستان له ولیعهد او د یمن له ولسمشر سره د هغه خبرې بریالۍ وې.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د دغو خبرو په پای کې حدیدې کې د عربستان او یمن ترمنځ اوربند اعلان شو.

د ښاغلي ګوترش په وینا، چې د اوربند په دغې هوکړه کې د عربستان د ولیعهد ونډه ډاګیزه وه او د یمن ولسمشر هم په دغه بهیر کې مثبته ونډه لرله.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، په حدیده کې پر اوربند له هوکړې، د بندیانو له تبادلې او د بشرپاله مرستو د لېږد لپاره د لارې له پرانستو هرکلی کوي او هغه په دغه هېواد کې د جګړې د پای لپاره لومړنۍ او یو مهم ګام بولي.

د هغو موردونو د هوکړې په اړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هغه ته اشاره کوي، د پنجشنبې په ورځ سوېډن کې د یوې غونډې په لړ کې پای ته ورسېده، ترسره شوه. 

مایک پومپيو همدارنګه زیاتوي چې په حدیده کې د سولې ټنښګت لپاره، ټولې ښکېلې ډلې دې، شخړې کمې او د اعتماد رامنځته کېدو لپاره هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د یمن د جګړې ښکېلو لورو د بندیانو د تبادلې او همدارنګه د صنعا هوايي ډګر د پرانیستو لپاره هم هوکړه کړې وه.
بل پلو، د صنعا اوسېدونکي د رامنځته شوې هوکړې په اړه خوشاله دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، په حدیده کې پر اوربند له هوکړې، د بندیانو له تبادلې او د بشرپاله مرستو د لېږد لپاره د لارې له پرانستو هرکلی کوي او هغه په دغه هېواد کې د جګړې د پای لپاره لومړنۍ او یو مهم ګام بولي.

شریک یي کړئ