Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اتمر: په دولتې ادارو کې د سیاسي رقیبانو چاڼ پیل شوی

 ولسمشرۍ ته نوماند، محمد حنیف اتمر د یو شمېر حکومتي چارواکو ګوښه کول او ترې د دولتي امکاناتو بېرته اخیستل غیر قانوني بولي.

ښاغلی اتمر وايي ولسمشر غنی له دې کار سره هڅه کوي چې دولتی ادارې له خپلو سیاسي رقیبانو تشې کړي:«په دولتي ادارو کې حکومت د خپلو سیاسي رقیبانو چاڼ پیل شوی دی. دا چان د سولې او اعتدال ډلې ته ځانګړی شوی دی او تر اوسه دولس کسان چې دې دلې پورې تړاو لري، ګوښه او یا هم استعفاء ته اړ شوي دي، له محقق نه نیولې تر وزیرانو او والیانو پورې.»

ولسمشر غني په دې وروستیو کې د اجراییه ریاست دوهم مرستیال، محمد محقق په ګډون یو شمېر دولتي چارواکي له دندو ګوښه کړي دي. که څه هم تر اوسه د ښاغلي محقق د ګوښه کولو لامل نه دی څرګند او هم خپل کار ته دوام ورکوي، خو حنیف اتمر وايي چې د ولسمشر د دې کار لامل د سولې او عتدال ډلې سره د ښاغلي محقق د یوځای کېدو لپاره شوی دی.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د چنګاښ په ۲۹نېټه ترسره شي او ورته ۱۸ کسانوځانونه نوماند کړي دي.

اوس مهال حنیف اتمر ولسمشر غني تورنوي چې په غیر قانوني نا عادلانه توګه حکومتي چارواکي له دندو ګوښه کوي او یا هم ترې حکومتي امکانات اخلي:«له اجرییه ریاست نه درې کسان په دریو ټاکنیزو دلو کې دي، خو یو کس یې ګوښه کېږي او نور یې نه. خلک غواړي پوه شي چې اعتدال چېرته دی.»

حنیف اتمر همداراز د ملي امنیت ریاست پخواني سلاکار، جنرال جرات د کور په کلابندۍ هم نیوکه کوي. دی وايي حکومت د پخوانیو چارواکو د بې وسلې کولو سره د دوی ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي:«هره پېښه چې د حکومت پر ګوښه شویو چارواکو راشي، مسوول یې حکومت دی.»

ولسمشرۍ ټاکنو ته دا نوماند د ټاکنیزو کمېسیونونو د ریسانو او غړو پر ګوښه کولو هم نیوکې لری او وايي چې د کمېسیون د غړو د ګوښه کولو په برخه کې د نوماندانو او سیاسیونو سره مشوره نه ده شوې او ولسمشر دا پرېکړه په بېړه کړې ده.

تېره اوونۍ وروسته له دې چې د ټاکنو د قانون د تعدیل طرحه تصویب شوه، ولسمشر ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان او غړي له دندو ګوښه او هغوی یې لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل. ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو کمېسیون چارواکي پر فساد او له واکه پر ناوړه ګټنې تورن کړل.

لویه څارنوالي هم وايي چې یادو  کسانو تورونه مهم او حساس دي او دې بنسټ یې د څېړنې په موخه کمېټه جوړه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې وروستیو کې د اجراییه ریاست دوهم مرستیال، محمد محقق په ګډون یو شمېر دولتي چارواکي له دندو ګوښه کړي دي

شریک یي کړئ