Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجرائيه رییس:امنیتي ځواکونه باید د وروستیو پېښو په اړه ځواب ووايي

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د شنبې پر ماښام (د غبرګولي په ۱۳ مه) کابل په بادام باغ سیمه کې د محمد سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي برید څخه شېبه وروسته په یوې خبرې ناسته کې حضور پیدا کړ او له امنیتي ځواکونو څخه یې وغوښتل د دې په اړه چې درې ځانمرګي بریدګر څه ډول ځانونه دغو مراسمو ته ورسول.

اجرائیه عبدالله عبدالله وویل:«د نن ورځې د پېښې په اړه هم باید جدي او بنسټيزې څېړنې ترسره شي، امنیتي تابیاوې څه ډول وې او څه ډول درې ځانمرګي بریدګر لاره پیدا کړه او بالاخره هغوی په برید لاس پورې کړ او زموږ ځینې هېوادوال یې شهیدان کړل.»

ښاغلي عبدالله ټينګار وکړ چې د ټولو وروستیو پېښو په اړه به جدي څېړنې ترسره شي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:«د ګارنېزیون مسؤولین دې د خلکو ته ځواب ورکړي چې د امنیتي په ټینګښت کې یې دنده څه ده، او هغه برخه چې موږ یې د نظام د مسؤولانو په توګه باید وپوښتو، خلکو ته ډاد ورکو چې دا برخه به په هغو جلسو کې چې لرو یې له پامه ونه غورځول شي.خو د مرګ ژوبلې په اړه زه جزئيات نه لرم همدا چې تاسې وایئ مرګ ژوبله ډېره ده زما اخیستون هم همدا دی.»

اجرائيه رییس په کابل کې د خونړي برید څخه وروسته د لومړي ځل لپاره نن ماښام په یوې خبري ناسته حضور پیدا کړ او په دې اړه یې غبرګون وښود.

هغه د جمعې په ورځ پر لاریون کوونکو د امنیتي ځواکونو له خوا د ډزو په اړه هم تینګار وکړ چې دغه ځواکونه به تر قانوني تعیقب لاندې راشي. ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې لاریون د هېوادوالو حق دی او هېڅوک حق نه‎لري چې د خلکو د لاریون مخنیوی وکړي.

هغه د خپلو خبرو په لړ کې زیاته کړه:«د اعتراضي لاریون پر مهال پر لاریون کوونکو ډزې د بښلو وړ نه دي او هېڅکله له پوښتنې څخه پرته نه پاتېږي، نن د یوه پلاوي ترتیبات چې څېړنه وکړي او د هغو استازو په ګډون چې خپلوان یې شهیدان شوي او هغه کسان چې په دندو کې یې بې پروايي کړې او هغه کسان چې په سوله‎ییزه لاریون کې پر خلکو د ډزو امر کې ونډه لرلې، له هغوی سره قانوني چلند کېږي او زه خلکو ته دا ډاډ ورکوم.»

له بلخوا عبدالله عبدالله، مني چې په هېواد کې اوسنیو ننګونو، د خلکو او حکوت ترمنځ واټن زیات کړی او په اجرائیه ریاست کې له خپلو کړنو څخه راضي نه‎ښکاري.

ځانمرګو بریدګرو هغه مهال د مارشال محمد قسیم فهیم په تپه کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې یو شمېر لوړپوړ دولتي چارواکو او د کابل اوسېدونکو غوښتل د محمد سالم ایزدیار د جنازې لمونځ ادا کړي.

محمد سالم ایزدیار،د تېرې ورځې په لاریون کې د امنیتي ځواکونو له خوا پر لاریون کوونکو د ډزو په پایله کې له څلورو تنو نورو ووژل شو.

احرائيه رییس وايي امنیتي ځواکونه باید ځواب ووايي چې درې ځانمرګي بریدګر څه ډول د سالم ایزدیار د جنازې مراسمو ته ورسېدل.

شریک یي کړئ