Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجرايي ریاست د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشل د ځنډ غوښتنه کوي

اجرايي ریاست په یوې خبرپاڼه کې چې نن جمعه خپره شوې، لیکي چې دغه ریاست په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشل په برخه کې د ډېر دقت، پاملرنې او د ډېر بحث غوښتونکی دی.

د اجرايي ریاست په وینا، برېښنايي پېژندپاڼه یوه ملي موضوع ده او پر هغې باید ډېر بحث او خبرې اترې وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د افغانستان اسلامي جمهوري اجرايي ریاست په دې باور دی چې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د یوه سترې ملي موضوع په توګه ډېر بحث او ځیرتیا ته اړتیا لري ترڅو په دې برخه کې ملي اجماع او ټولیزه هوکړه رامنځته شي.»

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې پر دې اساس او د ملي اجماع او ټولیزې هوکړې ته د رسېدو او د ډېرو اختلافاتو د مخینوي لپاره، اجراييه ریاست د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د ځنډ غوښتنه کوي.

د دغې خبرپاڼې پر حوالې، اجرايي رییس عبدالله عبدلله، د شنبې په ورځ په دې اړه له ولسمشر اشرف غني سره به خبرې اترې وکړي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش باید د افغانستان د دولت په کچه پرې بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرچینو پر وینا، چې د ولسمشر غني، د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني، او د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش نومونه د پنجشنبې پر شپه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د برېښنايي پېژندپاڼو په سیستم کې ثبت شول.

سرچینې وايي چې ټاکل شوې ده چې سبا ته کابینې د غړو او په ارګ کې د ځينو نورو سیاستوالو نومونه هم په دغه سیستم کې ثبت شي.

دغه سرچینه زیاتوي چې تر درې راتلونکو ورځو به هغو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړل شي چې نومونه یې په دغه سیستم کې ثبت شوي دي.

سرچنې وايي چې په دغو پېژندپاڼو کې، د ملیت او د څوارلسو قومونو نومونه او دین لیکل شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تراوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ