Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اجراییه رییس: د پروموټ پروګرام مسوولان دې حکومت ته رپوټ ورکړي

له هغې وروسته کله چې د افغانستان لپاره د امریکې څارونکي بنسټ (سیګر) پروموټ پروګرام ناکامه وباله، اوس د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي چې د دغه پروګرام مسوولان باید د خپل هر فعالیت په اړه حکومت ته رپوټ ورکړي.

ښاغلي عبدالله چې نن ‎(شنبې د وږي په ۳۱ مه) چې نن کابل کې د ښځينه ښوونکو د ظرفیت لوړولو د ملي ښوونیز پروګرام په پرانسته کې وینا کوله وویل:«د رپوټ ورکړې په طریقه کې هغو تجربو ته په پام سره چې اوس ترلاسه شوي، ولسمشرۍ او اجرايیه ریاست ته رپوټ ورکړه کې، له خپلو تجربو څخه استفاده کړې او ښه‎والی رامنځته کړو.»

د ښځیه ښوونکو د ظرفیت لوړولو ملي ښوونيز پروګرام به، د پروموټ پروګرام په چوکاټ کې په مخ یوړلی شي، چې په هغه کې د هېواد په ګوټ کوټ کې به ۲ زره او ۵۰۰ ښځینه ښوونکې روزنه وویني.

د پروموټ پروګرام د ښځو پروژو د اقتصاد رییسه مېشل مورګان په دې اړه وویل:« موږ د ښځینه ښوونکو د ظرفیت لوړولو پروګرام سږکال د سپټامبرمیاشتې په پنځلسمه پېل کړ چې د دغه پروګرام په لومړي پړاو کې مو تر درې سوو زیاتو مېرمنو ته روزنه ورکړه .موږ هوډ لرو چې د دغه پروګرام تر پایه په ټول افغانستان کې دوه زرو پنځه سوه ښځینه ښوونکي وروزو »

د پروموټ د پروګرام د جندر مسووله د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي وروستۍ رپوټ ردوي.

د پروموټ د جندر مسووله سوزن دېکمپ څرګنده کړه:« د پروموټ پروګرام څېړنه څو کاله وړاندې شوې، یانې د پروموټ پروګرام په لومړیو دوو کلونو کې، په داسې حال کې چې دا پروګرام پنځه کلن دی او له هغه وخت راهیسې د پروموټ په ټولو فعالیتونو کې د زیاتو لاسته راوړونو شاهدان یوو.»

اخوا د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې اوس‎مهال په هېواد کې ګڼې نجونې ښوونځي ته له تګه بې برخې دي چې د دغه راز پروګرامونو په ترسره کولو سره دغه شمېر کمېدلای شي.

که څه هم د پروموټ پروګرام مسوولین په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ظرفیت په لوړولو کې د دغه پروګرام رول اغېزناک بولي خو په دې وروستیو کې سیګر رپوټ ورکړی چې د دغه پروګرام تر دوه سوه مېلیون ډالرو زیاتې پیسې بې ځایه لګېدلي دي.

د پروموټ د جندر څانګې رییسه وايي چې تراوسه په هېواد کې ۶۴ زره مېرمنې له دغه پروګرامه اغېزمنې شوې دي.

شریک یي کړئ