د هېواد اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي د ولسمشرۍ ټاکني به پر ټاکل شوې نېټه تر سره کیږي.
عبدالله عبدالله سېشنبې(د لړم په ۲۲مه نېټه) په افغانستان کې د امریکاایالاتو له سفیر، جان بس سره په لیدنه کې ویلي د سولې د روانو خبرو موضوع بېله ده او له ولسمشرۍ ټاکنو سره هېڅ تړاو نه لري.
د اجراییه د خبرپاڼي له مخي چي د امریکا سفیر ویلي، واشنګټن پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره له دي پروسي ملاتړ کوي.
دا په داسي حال کي ده چي یوې امریکايي ورځپاڼي والسټریټ ژورنال د امریکايی چارواکو له قوله ویلي وه چي امریکا د سولي خبرو د پرمختګ لپاره د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو لپاره فکر کوي.
ډاکتر عبدالله او جان بس په لیدنه کې د ولسمریزو ټاکنو پر شفافیت او رڼښت هم ټینګار کړی دی.
د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه والسټریټ ژورنال لیکلي، متحده ایالات د دې ټاکنو د ځنډ طرحه څېړي.
ظاهراُ د دې راپور په غبرګون کې د امریکا سفیر جان بس پخپله ټویټر پاڼه لیکلي وو، چې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د ټاکنیزو کمیسیونونو د تیاریو ملاتړ کوي، خو زیاتوي چې د ترسره کېدو وخت يې په افغانانو پورې تړلی.
په همدې حال کې د ولسمشر یوه ویاند، هارون چخانسوري دې ورځپاڼې ته ویلي وو چې د ټاکنو ځنډول د منلو وړ نه دي.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې هم لیکلي دي:«د افغانستان حکومت د اساسي قانون او د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا په اعلان شوې نېټې د ۱۳۹۸ کال ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.»
په دې اړه مو اندونه