Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اجراییه مشر: امنیتي ځواکونه باید د خلکو په وړاندې ونه کارول شي

د حکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله بلخ ولایت کې رامنځته شویو شخړو ته په اشارې سره وايي چې، امنیتي ځواکونه باید د خپلو خلکو په وړاندې ونه کارول شي.

عبدالله ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه باید یوازې د دښمن په وړاندې ودرول شي او په سیاسي - ټاکنیزو مسایلو کې راښکېل نه کړای شي.

عبدالله عبدالله ټینګار کړی چې د هېواد د لریو پرتو سیمو خلک خپل اولادونه دفاعي او امنیتي بنسټونو ته رالېږلي او دوی بېرته باید د خپلو خلکو پر ضد استعمال نه شي.

اجراییه رییس په امنیتي مشرانو غږ کړی چې خپلو منسوبینو سره قومي او ژبنی چلند ونه کړي او ملي یووالی په خپلو کړو وړو کې څرګند کړي.

ډاکټر عبدالله څرګنده کړه:«دویم ټکی په ټوله کچه زموږ د دفاعي - امنیتي ځواکونو غیر سیاسي کړونه او د یوه سیاست تعقیبول، په هېواد کې ملي سیاست، چې په هغه کې د افغانستان د خلکو او هېواد ملي ګټې، تر ټولو لوړې مسلې د هېواد اساسي قانون ستاسو د سترګو په وړاندې تر ټولو مهمه سند وي.»

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې دفاعي او امنیتي ځواکونه باید په سیاسي او ټاکنیزو مسایلو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او یوازې دې د هېواد لویې ملي ګټې د اساسي قانون په رڼا کې وساتي.

ډاکټر عبداالله عبدالله په داسې حال کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په نه سیاسي کړنو ټينګار کوي چې تېره ورځ مزارشریف کې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې شاهد و.  

دغه نښتې هغه مهال رامنځته شوې چې حکومت د بلخ نوی امنیه قومندان معرفي کړ او دا کړنه د عطامحمد نور د پلویانو له مقاومت سره مخ شوه.

شریک یي کړئ