د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر پخواني استازي احمد ضیاء مسعود، د جمعې په مازدیګر(غبرګولي په ۱۲ مه) له لاریون کوونکو سره یوځای شو او د کابل د ایمرجنسي لاریون تهڅېرمه، له نورو لاریون کوونکو سره د اعتراض خیمه ودروله.
ښاغلی مسعود ګواښ کوي تر هغې چې د ملي یووالي حکومت مشران استعفاء ونه کړي او لنډمهاله حکومت اعلان نهشي، لاریون ته به دوام ورکړي.
ویل کېږي چې تراوسه ۲۰۰ تر ۳۰۰ تنه د کابل د ایمرجنسي روغتون تهڅېرمه حضور لري او د ننني لاریون د وژل شویو کسانو مړي له ځان سره لري.
لاریون کوونکو د جمعې پر ګهیځ خپل حرکت د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه او د ولسمشرۍ ماڼۍ په لور پیل کړي، خو کله چې هغوی د چاودنې سیمې د زنبق څلور لارې ته ورسېدل امنیتي ځواکونو د اوښکو بهږونکي ګاز او اوبو څخه په کار اخیستو د لاریون کوونکو له تجمع مخنیوی وکړ.
له هغې وروسته کله چې امنیتي ځواکونه بریالي نهشول چې لاریون کوونکي خواره کړي، پر هغوی یې ډزې وکړې.
په ايمرجنسي روغتون کې مسؤولان د دې پخلی کړی چې د امنیتي ځواکونو د ډزو په پایله کې ۵ تنه لاریون کوونکي وژل شوي دي.