Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اختر کې د طالبانو یادګاري انځورونو د دوی د مشران ناخوښ کړي

د افغان ځواکونو سره د طالبانو د یادګارۍ انځورونو اخیستو د دې ډلې مشران له دوی څخه ناخوښ کړي دي.

د  طالبانو یو شمېر مشرانو ویلي دي، هغه طالبانو چې له افغان سرتېرو سره یې انځورونه اخیستي دي، له دسپلینې کړنو سره مخامخ شي.

د افغان ځواکونو د مالومات له مخې د اختر په درېیو ورځو کې کابو پنځه دېرش زره طالب وسله‎وال ښارونو او ولسوالیو ته راغل او د افغانستان خلکو او افغان ځواکونو سره یې انځورونه واخیستل.

د طالبانو یوه مهم مشر وریټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې له اوربند وروسته د طالبانو مشرانو بېړنی ناسته وکړه او د هغو طالبانو سره اړه یې پرېکړه وکړه چې له افغان ځواکونو او عادي خلکو سره یې انځورونه اخیستي دي.

دي طالب ویلي دي چې دسپلیني مجازات ورته په پام کې نیول شوي دي.

وروسته له دې چې کابل کې دیني عالمانو افغانستان کې نښتې او ترهګریز بریدونه د یوې فتوا په ترڅ کې حراب وبلل، ولسمشر غني یوه اوونۍ اوربند اعلان کړ. همداراز طالبانو هم د اختر په ورځو کې درې ورځې اوربند اعلان کړ چې خلکو ترې هرکلی وکړ.

د افغان حکومت له اوربند وروسته افغان ولسمشر دا اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه، خو طالبانو خپل بریدونه د اختر په څلورمه ورځ پیل کړل.

په اختر کې د اوربند په ورځو کې کله چې طالبان ښارونو ته راغلل او یادګاري انځورونه یې واخیستل، دې کار د دوی مشران ناخوښ کړي دي

شریک یي کړئ