Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارزګان کې هوايي برید یو طالب قومندان او ۲۲ اورپکي وژلي دي

په ارزګان کې امنیتي چارواکو ویلی چې په دغه ولایت کې د دولتي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې ۲۲ طالب اورپکي وژل شوي دي.

د ارزګان امنیه قومندان جنرال محمد عظیم هاشمي وايي چې دولتي ځواکونو د شنبې په ورځ ( سلواغې په ۲۷ مه) د طالبانو یو پټن‎ځای د ارزګان ولایت مرکز ټرینګوټ ښار په اړوند سیمه کې په نښه کړ.

ښاغلی هاشمي زیاتوي چې په دغه هوايي برید کې، د طالبانو یو سیمه‎ييز قومندان ملا حمدالله هم وژل شوی دی.

ښاغلي هاشمي د دغو عملیاتو په اړه زیات مالومات وړاندې نه کړل.

په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت ویلي د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملیاتو په لړ کې ۱۰ ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه نور یې ټپيان او ۲ دوه موټر سایکلونه یې هم له منځه تللي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ