Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی نهیلې کوونکی دی

اروپايي ټولنه له هغه څه چې ګواکې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په شمېر کې کوم بدلون نه دی راغلی، اندېښنه څرګندوي او له افغان حکومته غواړي چې په جدي توګه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد اقدام وکړي.

دغې ټولنې د «ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‎منځه وړلو» په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه یې «نهیلې کوونکې» بللې او ۲۰۱۷ کال یې له دغې اړخه د افغانستان لپاره ډېر ستونزمن کال بللی دی.

د ارپايي ټولنې مشر پیري مایډون په دې اړه وايي:«په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نوې شمېرې په جدي توګه نهیلې کوونکې دي. د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له‎منځه وړل د افغان دولت او نړیوالۍ ټولنې عمده لومړیتوب دی او اړتیا ده چې په دې لړ کې ګړندي پرمختګونه رامنځته شي؛ د ښځو د عمل پروګرامونه، سوله او امنیت باید عملي شي او د ژوند په ټولو اړخونو سیاسي، ټولنیز او د سولې بهیر او ټاکنو په شمول د ښځو د ګډون ضمانت وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نوي رپوټ پر بنسټ، په ۲۱۰۷ کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه د تېر زیږدیز کال په پرتله بدلون کړی. د دغه کال په ۱۰ میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳ زره او ۷۷۸ پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره په ورته وخت کې ولسمشر اشرف غني د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‎منځه وړلو د نړیوالۍ ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې ملي یووالي حکومت، ټولو هغو نړیوالو میثاقونو، تړونونو او د ښځو د حقونو کنوانسیونونو ته ژمن دی چې لاسلیک کړې یې دي او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په مبارزه کې ځان مکلف بولي.

ولسمشر زیاته کړه چې په تېرو درې کلونو کې ملي یووالي، د ښځو انساني حقونو ته په پام سره ټول قوانین تدوین کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نوي رپوټ پر بنسټ، په ۲۱۰۷ کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه د تېر زیږدیز کال په پرتله بدلون کړی. د دغه کال په ۱۰ میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳ زره او ۷۷۸ پېښې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ