Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اروپايي ټولنه د حکومت له مشرانو د اختلافونو پای غوښتنه کوي

برېښنايي پېژندپاڼو د ویش پيل یو ځل بیا د ملي یووالي حکومت د مشرانو له اختلافاتو پرده پورته کړه.

اجراییه ریاست وايي دا کار مشروعیت نلري او د اجراییه رئیس د خوښې خلاف شوی دی.

خو اروپايي ټولنه د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي چې خپل اختلافونه پای ته ورسوي او پر مهمو مسایلو تمرکز وکړي.

د اروپايي ټولنې سفیر، پیری مایدون وايي:«متحد پاتې شئ او د دې حکومت تر وروستۍ ورځې په ګډه کار وکړئ، ځکه اوس افغانستان ټاکنې په مخکې لري چې روڼتیا یې د مشرانو ګډو هڅو ته اړتیا لري او دا هغه څه دي چې هم د افغانستان خلک او هم اروپايي ټولنه یې له دغه حکومته تمه لري.»

په همدې حال کې د ملي شورا یو شمېر غړي د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو دوام هغه هم په داسې حالت کې چې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې جګړه روانه ده د ناامنیو په پراختیا پورې اړوند بولي.

د مشرانو جرګې لومړۍ مرستیال، محمدعلم ایزدیار څرګندوي:«د ملي یووالي مشران، په اتفاق او اجماع سره د حکومت مهمو مسایلو پر لور ګام کېږدي، نه له جنجال او اختلاف سره.»

د ولسي جرګې غړی، داوود کلکاني زیاتوي:«د مشرانو ترمنځ اختلافونه د افغانستان په ټولنه کې د اختلافونو لامل کېږي او د دښمنیو پیاوړې کېدو لامل کېږي.»

د دې اختلافاتو دوام په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې د ننګونو ترڅنګ د خپل راتلونکي په اړه د خلکو ناهیلي هم له ځان سره لري.

د کابل ښار اوسېدونکی، حکمت‎الله چې د ورځې له دوو سوو افغانیو لږ عاید لري د ملي یووالي حکومت له مشرانو غوښتنه کوي چې د اختلافونو پر ځای دې اقتصادي او امنیتي ستونزو ته پام وکړي.«دا مشران باید اول خپل منځ کې جوړه وکړي او وروسته پر یوه خوله موضوعات سره اعلان کړي او د اختلافونو پر ځای باید خلکو ډوډۍ او امنیت په اړه فکر وکړي.»

د کابل بل اوسېدونکی، محمد عوض زیاتوي:«بې‎کاري، غریبي او انتحاري وګوره، خو مشران راغلي دي او اختلافاتو ته دوام ورکوي، لاړ دې شي د خلکو ستونزې دې هوارې کړي.»

خو د اجراییه رییس له مخالفت سره سره حکومت د بریښنايي تذکرو د ویش پر دوام ټینګار کوي.

د نفوسو د احوالو ثبت ادارې ویاند، روح الله احمدزی وايي:«موږ پر تخنیکي مسایلو کار کوو چې څنګه کولی شو هغه پراخ کړو تر څو د افغانستان خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي او د برېښنا يي تذکرو ویش زمینه برابره شي.»

دا دوهم ځل دی چې د ولسمشر او اجراییه ریس ترمنځ اختلافات راپورته کېږي او د حکومت دواړه مشران د یو بل په وړاندې دریږي.

له دې مخکې اجرائیه رئیس نیوکه کړې وه چې د ملي یووالي د حکومت موافقه نه ده عملي شوې او له دې کبله یې په ولسمشر نیوکې هم کړې وې. 

سره له دې چې د ملي یووالي حکومت مشرانو ترمنځ د اختلافونو سره د ملي شورا یو شمېر غړي وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ په داسې حال کې چې په ملي کچه یوې هوکړې ته رسېدلی، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش بهیر یې پیل کړی دی.

شریک یي کړئ