Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنې له فساد سره د مبارزې څلورمه ناسته کابل کې وکړه

د اروپايي ټولنې څلورمه ناسته چې له فساد سره د مبارزې په اړه ده نن(د غويي پر ۴مه) کابل کې ترسره شوه.

ولسمشر غني په دې ناسته کې ومنل که څه هم چې فساد په هېواد کې لویه ستونزه ده، خو له دې ښکارندې سره په بېلابيلو برخو په ځانګړې توګه د رڼو ګمارنو په برخه کې اصلاحات پیل شوي دي.

ښاغلي غني وویل چې په عواید لرونکو دولتي بنسټونو کې د اصلاحاتو رامنځته کېدو سره د دولتي عوایدو کچه په تېرو دوو کلونو کې دوه برابره شوې ده.

د نوموړي په خبره چې دولتي بنسټونه باید خلکو ته ځواب‎ویونکي ووسي.

همداراز کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وايي چې د فساد له منځه وړل هېواد کې سولې او ټیکاو ته زمینه برابروي.

په همدې حال کې افغانستان بیا رغوَنې ځانګړي څېړونکي پّ دې ناسته کې خبرداری ورکړی چې که افغانستان کې له فساد سره مبارزه  ونشي، نو حکومت به له ننه وروست شي او جګړې کې د بریا موکه به کمه کړي.

ولسمشر غني په دې ناسته کې په هېواد کې د اداري فساد په اړه د ملي مبارزې په نامه د یوې ناستې خبر ورکړ چې نېږدې راتلونکې کې به جوړه شي

شریک یي کړئ