Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپا ته د رسېدو په هیله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

د بغلان ولایت د یوې کورنۍ شپږ غړي اروپا ته درسېدو په ارمان کې د ایران او ترکيې تر منځ مړه شوي دي. 

په دې کسیانو کې درې ماشومان، یوه مېرمن او دوه سړي شامل دي چې مړي يې هرات ته را رسول شوي دي. 

دوی شاوخوا دوه میاشتې وړاندې له بلخه خوځېدلي و، چې اروپا ته ورسېږي، خو نیمه لار کې يې ارمان نیمه خوا پاتې شو. 

د هرات د کډوالو چارو رییس احمد جاوید نادم وايي، د دوی خپلوانو ورته ويلي چې له یخنۍ نه مړه شوي دي. 

هغه وویل: «دوی يې له ایرانه را ګرځولي، هغه معلومات چې موږ تر لاسه کړي، د لړم د میاشتې شاوخوا پر شپږم د دوی کورونه خبرېږي، چې دوی له ترکيې سره په پوله د دوی د دعوې له مخې د یخنۍ له امله مړه شوي دي.»

د هرات اوسېدونکي وايي له داسې ټولو ستونزو خبر دي او څوک چې اروپا ته د تګ زړه ښه کوي، پوهېږي چې ګڼ خنډونه يې پر وړاندې شته، خو د بې کارۍ، فقر او نا امنۍ له امله ورته زړه ښه کوي. 

د محمد یونس په نوم د هرات اوسېدونکی وايي: «خلکو ته فرق نه کوي، چې دا لارې ستونزې لري، ځکه دلته چې کورنیو او ځوانانو ته له نا امنۍ او بې کارۍ کومې ستونزې جوړې دي، حاضر دي چې د ځان په بیه هېواد پرېږدي.»

حفیظ الله وايي: «زما په نظر درې دلیله لري چې خلک ناقانونه کډوالي کوي، کمزوری اقتصاد، بې کاري او نا امني.»

د هرات د کډوالو چارو رییس وايي، د انساني قاچاق ډلې د پرلپسې کړيو په ډول کار کوي: «موږ له انساني قاچاق سره د مبارزې قانون لرو، موږ هڅه کوي چې وکولی شو، تطبیق يې کړو.»

د دې ریاست د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې هم د یوې افغان مېرمنې جسد له ترکيې نه رارسېدلی و، چې د وژل کېدو علت يې په ډاګه شوی نه دی.  
 
شریک یي کړئ