Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ:تر راتلونکو درېیو ورځو له فساد سره دمبارزې تګلاره وروستۍ کېږي

د ملي یووالي حکومت له کاره د درېیو کلونو په تېرېدو سره دغه حکومت له اداري فساد سره د مبارزې د ملي تګلارې خبره کوي او هیله څرګندوي چې دا تګلاره افغانستان له دغې ښکارندې سره د مبارزې په کار کې به موخې ته ورسوي.

په داسې حال کې چې له دې مخکې په دغه تګلاره کې له اداري فساد سره د مبارزې د بنسټونو د نظرونو د نه شاملولو په اړه اندېښنې موجودې وې خو ولسمشرۍ ماڼۍ ډاډ ورکوي چې په دې تګلاره کې د دغو ادارو نظرونه شامل دي.

د ولسمشر د ویاندویۍ دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو درېیو ورځو د مدني ټولنو او نړیوالو همکارانو لیدلوري واخیستل شي ترڅو په جامع توګه دغه سند وروستی شي.»

هغه د دغې تګلارې ځينې برخې داسې را لنډې کړئ:«سالمه مشري، په پالیسیو کې روڼتیا، په امنیتي برخه کې اصلاحات، د اداري اصلاحاتو له لارې ګمارنې، د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا د مجرمینو تعقیبول او همدارنګه په مالیه کې روڼتیا د دغې تګلارې له ځینو برخو څخه دي.»

خو د افغانستان د روڼتیا بنسټ د یوې صلاحیت لرونکې او خپلواکې ادارې د نشتوالي په اړه اندېښنه لري چې دا تګلاره پر فساد کوونکو عملي کړي.

د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري په دې اړه وویل:«له بده مرغه یو واک لرونکی او خپلواک بنسټ او یا هم میکانیزم شتون نه‎لري چې دا تګلاره وکړای شي په هر اړخیزه او بې پرې توګه عملي شي.»

د هېواد په امنیتي او دفاعي برخو کې اصلاحات هم د دغې تګلارې مهمه برخه ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری هم په دې اړه وايي:«موږ خپلې وروستۍ هڅې کوو ترڅو فساد په ملي دفاع وزارت کې صفر ته ورسوو او په دغه کار کې لاسته راوړنې هم لرو.»

له فساد سره د مبارزې ادارې په دې باور دي چې له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې د ملي یووالي حکومت هڅې تراوسه تر ډېره ننداریزې وې او داسې اغېزمن پروګرام نه دی لیدل شوی چې په افغانستان کې دا ښکارنده له منځه یوسي .

شریک یي کړئ